شهزاده سرای د «مهسا» د عدالت غوښتنې لپاره وتړل شو

د کابل د شهزاده سرای صرافانو د «مهسا» لپاره د عدالت او ددغه ماشومې د قاتلینو لپاره د اعدام د غوښتنې لپاره کاري اعتصاب ترسره کړی او خپلې هټۍ یې تړلي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د اقتصاد برخې د راپور له مخې ،د شهزاده سرای د صرافانو اعتصاب نن ورځ ( کب ۲۵) پیل شوی او د پای ته رسیدو نيټه یې اعلان شوي نه ده.

په دې کار سره صرافان د شپږ کلنې نجلۍ «مهسا» د قاتلینو لپاره سخته جزا(اعدام) غواړي چې تیره اوونۍ په ډېرې بې رحمانه ډول د دوه ځوانانو له لوري وژل شوي وه.

د مهسا پلار د شهزاده سرای د لاس پلورونکو څخه وو چې انسان تښتونکو یې د لور د خوشي کولو په بدل کې د ۳۵۰ زرو ډالرو غوښتنه کړي وه.

د «مهسا» بې رحمانه وژنې په ټولنیزو پاڼو کې د خلکو د غبرګونونو څپه وپاروله او ټولو له محکمې پرته د انسان تښتونکو د په دار ځړولو غوښتنه وکړه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *