د نړۍ په ځینو هېوادونو کې د«بوئینګ ۷۳۷ مکس» د پروازونو لغوه کېدل
د ۶ میاشتو څخه په کمه موده کې د دوه بوئینګ«۷۳۷ مکس» ډوله الوتکو له سقوط کېدو وروسته د نړۍ له لسو څخه زیاتو هېوادونو ددې شرکت الوتنې درولي دي.
د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې انګلیستان،استرالیا،چین،جنوبي افریقا او ارجنټاین لمړني هېوادونه دي چې ددې شرکت پر پروازونو یې بندیزونه لګولی دی.
له دوې وروسته ځینې اروپایي هېوادونو په ورته پریکړې سره د اروپایي ټولنې په ټولو غړیو هېوادونو کې د بوئینګ«۷۳۷ مکس» الوتکې د اتمې او نهمې دورې د ټولو پروازونو د ځنډیدو دستور صادر کړی دی.
په ورته وخت کې ترکیې،امارات،کویټ او عمان نور هېوادونه دي چې ددې شرکت د الوتنو د بندیدو پریکړه یې کړي ده.
دا په داسې حال کې ده چې همدا اوونۍ د اتیوپي هېواد اړوند یوه بوئینګ ۷۳۷ مکس الوتکه د ۱۴۹ سپرلیو او ۸ تنه خدمې سره د«ادیسا بابا» څخه د کینیا پلازمینې نایروبې ته روانه وه،لویدلي ده او د ټولو سپرلیو د وژل کېدو سبب ګرځیدلي ده.
همدارنګه ددې شرکت بله الوتکې د تیر کال د اکتوبر په میاشت کې په اندونیزیا کې سقوط کړی وو او د ۱۸۹ تنو سپرلیو ژوند یې اخیستی وو.