ښځې د تبر په واسطه خپل خاوند ټوټه ټوټه کړ

یوې ښځې چې د تبرپه واسطه یې خپل خاوند ټوټه کړی او وژلی وو د کابل د پولیسو له لوري نیول شوي ده.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه پیښه تیره شپه د کابل ښار په ۲۱ ناحیه کې رامنځته شوي او قاتله هم  د امنیتي ځواکونو  سره په بند کې قرار لري.

د کابل د پولیسو په خبرپاڼه کې راغلي دي چې «نازي ګل» د شپې پر مهال د «ملا تره خیل ډاګ»په سیمه کې خپل خاوند د تبر په واسطه په خپل کور کې وژلی دی.

د خبرپاڼې په نقل«د نازی ګل د ضیاءالدین لور چې د ۲۱ ناحیې کې واقع ملاتره خیل ډاګ اوسیدونکي ده د ۱۳۹۷/۱۲/۱۹پر ۱۸ شپې د شمس الدین ولد فضل الدین په نوم خپل خاوند د تبر په واسطه په قتل رسولی وو،نن ورځ ۱۳۹۷/۱۲/۱۹ نیټه د کابل د امنیه قومندانۍ د دولسمې حوزې په مربوطاتو کې د اړوندې حوزې د منسوبینو له لوري نیول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي ده.»

لا تر اوسه ددې پیښې لامل روښانه شوی نه دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *