د هېواد په ځینو برخو کې د واورې،باران او سیلابونو د راتګ احتمال
د افغانستان د هوا پیژندنې ادارې په ځینې ولایتونو کې د واورې د اورښت او د سیلابونو سره مل نسبتاً سختو بارانونو د راتګ خبر ورکړی دی.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،نن او صبا ته ( کب ۲۰ او ۲۱) د اورښت د احتمال وړاندوینه شوي او نسبتاً د اورښت د راتګ خبرداری ورکړل شوی دی.
د هوا پیژندنې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د هرات، فراه، هلمند، غور، دایکندي، قندهار، زابل، ارزګان، غزني، پکتیکا، خوست، پکتیا، لوګر، وردګ، کابل، ننګرهار، کونړ، نورستان، پنجشیر، لغمان، کاپیسا، او پروان ولایتونه به د اورښت او سیلابونو د راتګ شاهدان وي.
ددې ادارې د وړاندوینې له مخې،د باران د اورښت اندازه به د ۱۵ ملې مترو څخه تر ۳۰ ملې مترو پوري او د واورې د اورښت اندازه به د ۱۵ سانتي مترو څخه تر ۳۰ سانتي مترو پورې وي.
همدارنګه د هوا پیژندنې ادارې د یادو ولایتونو په یو شمېر برخو کې د سیلابونو د مینځته راتګ خبرداری هم ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د تیرو ورځو په جریان کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې بارانونو او سیلابونو راتګ خلکو ته لویه برخه تلفات او زیانونه اړولي وو.