د اتیوپيایي الوتکې د ۱۵۷ سپرلیو وژل کېدل
د اتیوپي هېواد د الوتکې د سقوط په لړ کې د ملګرو ملتونو سازمان اعلان وکړ چې ددغه الوتکې د ۱۵۷ سپرلیو له جملې څخه ۱۹ تنه یې د دوې کارکوونکي دي.
د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې تیره ورځ د اتیوپي هېواد د هوایي کرښې یوه الوتکه چې د ۱۴۹ سپرلیو او ۸ تنو عملې سره د کینیا په لور د حرکت په حال کې وه د پرواز څخه ۶ دقیقې وروسته یې سقوط کړی دی.
د راپورونو پر اساس ویل کیږي چې ددې الوتکې سپرلۍ د ۳۳ هېوادونو څخه وي چې له ډلې څخه یې ۳۲ کینیايي،۱۸ کاناډایي،اته امریکایي او اووه تنه بریتانیایي مسافرین او ۱۹ تنه د ملګرو ملتونو کارکوونکې وو.
د یادونې وړ ده چې لا تر اوسه ددغه الوتکې د سقوط لامل روښانه شوی نه دی؛مګر په دغه پیښه کې په الوتکه کې ټولو سپرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
همدارنګه د اسلواکي د پارلمان یوه غړي«انتون هرنکو» هم پر خپله پیسبوک پاڼه تائید کړي ده چې ښځه او دوه زامن یې هم په دغه پرواز کې سفر کړی وو.