په بادغیس کې د ۶ چاودنو مخنیوی
د بادغیس د پولیسو کشفي ځواکونو په دغه ولایت کې د ماین د ۶ چاودنو مخه نیولي ده.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د کورنیو چارو وزارت د نن ورځې ( کب ۸) د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې دغه ماینونه د بادغیس ولایت د جوند ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ترهګرو له لوري د بریدونو د ترسره کېدو په موخه ځای پر ځای شوي وو.
خبرپاڼې له مخې،کشفي ځواکونو دغه ماینونه په موقع سره کشف او خنثی کړي او د ماینونو د چاودیدو مخنیوی یې کړی دی.