عراق ته د داعش د ورګرځیدو احتمال

د عراق د کردستان لمړي وزیر د بغداد د دولت څخه د ملاتړ او د مرکزي حکومت سره د اختلافاتو د حل کولو تر څنګ ویلي دي چې عراق ته د داعش د ورستنیدو احتمال اوس هم موجود دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،د عراق د کردستان لمړي وزیر«نچیروان ادریس بارزاني» د یوې اعلامیې په لړ کې د فرانسې د پخواني جمهور رئیس«فرانسو اولاند» سره د لیدنې ترڅنګ د شهیده «صفاء الکردي»خبرې جائزې په مراسمو کې د ګډون خبر هم ورکړی دی.

ددې ترڅنګ بارزاني د عراق د لمړي وزیر «عادل عبدالمهدي» د دولت څخه پر ملاتړ ټینګار وکړ او د خبرو اترو او سولې له لارې یې د موجوده تشنج د حل غوښتنه وکړه.

نوموړي ددې خبرې په بیانولو سره چې د داعش ترهګرې ډلې د ورستنیدو خطر اوس هم موجود دی؛ دوام ورکړ په اوس وخت کې د عراق فوځ د پیش مرګه ځواکونو سره یوځای د ګواښونو سره د مبارزې په موخه د یوې ډلې د جوړولو د همغږۍ په حال کې دي.

د عراق د کردستان د  لمړي وزیر دغه خبرې په داسې حال کې ترسره کیږي چې د رسنیو د راپورونو له مخې د سوریي څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته شاوخوا زر تنو داعشیانو د نقدي پیسو سره یوځای د عراق د پولو په لور تیښته کړي ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *