د سالنګ لار د ټیلر موټرو پر مخ وتړل شوه

په شمالي سالنګ کې د واورې او طوفان او جنوبې سالنګ کې د کمزورې واورې د اورښت له امله د سالنګ لویه لار د ټیلري موټرو پر مخ تړل شوي او نور وسایط کولای شي تګ راتګ وکړې.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،په سالنګونو کې له تیرې ورځې راهیسې د واورې اورښت پیل شوی او نن د(سلواغې ۲۳) هم دوام لري د اټکل له مخکې شاید تر راتلونکو ۴۸ ساعتو پورې دوام ومومي.

په همدې اساس،د سالنګونو د حفظ او مراقبت چارو مسوولینو دغه لویه لار د ټیلري موټرو پر مخ تړلي ده او نورو وسایطو ته د  قوانینو په رعایت کولو سره د تګ راتګ اجازه ورکول کیږي.

دې ریاست د ترافیکو د شاملینو څخه غوښتي دي چې د تیریدو پر مهال دغه ټکې په نظر کې ونیسي:

۱- قانوني چټکوالی،قانوني وزن،او قانوني ارتفاع

۲ ـ د ژمني وسایلو او تجهیزاتو په ځانګړې ډول د ځنځیر( چین) ،ګرمې البسې،احتیاطي خواړو او اضافي روغنیاتو درلودل.

۳ـ د تخنیکي لحاظه د لوې لارې د وسایطو مجهز وسایل درلودل.

۴ـ د موظفینو د لارښوونو او جدې مقرراتو رعایت کول او په ګالریو او تونلونو کې د چټک تګ او دریدو څخه مخنیوی کول.

د مالوماتو له مخې،د لوې لارې عمومي وضعیت په دې ډول دی:

د واورې د طبقې پنډوالی؛  ۳۵ سانتي متر،د لیدلو ساحه؛ ۵۰ کیلومتر،د باد چټکوالی؛ په ثانیه کې ۶متره، د سړک پر فرش باندې د کنګل؛ ۵۲ کیلومتر،۱۰۰ سلنه رطوبت،د هوا یخوالی؛ ۹ – درجې سانتي ګراد او په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د واورې د اورښت ۹۰ سلنه احتمال موجود دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *