د افغانستان د سولې تازه دور لپاره د خلیلزاد سفرونه

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي سیمې ته د تازه سفرونو نوی دور پیل کړی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې، دغه سفر تیر شپه د افغانستان د سولې د خبرو اترو فعالیتونو د چټکوالی لپاره پیل شوی دی او ټاکل شوي ده چې زلمی خلیلزاد د المان،بلجیم،ترکیې،پاکستان،قطر او افغانستان هېوادونو ته سفر وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نن ورځې په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د خلیلزاد په تازه دور سفر کې د امریکا د متحدینو او د افغانستان د حکومت سره د سولې لپاره هلې ځلې کوي.

ددې خبرپانې په نقل دا سفر به د روانې میلادې میاشتې تر ۲۸ نیټې پورې دوام لري.

له دې وړاندې هم،د خلیلزاد له لوري څو سفرونه ترسره شوي وو چې د قطر له سفر او شپږ ورځنۍ ناستې وروسته د لمړي ځل لپاره د افغانستان سیاسي مشرانو په مخامخ ډول په مسکو کې د وسله والو طالبانو سره لیدنه وکړه.

اوس باید وکتل شي چې د خلیلزاد د سفر اتفاقات به څه وي ، ایا دولت  به ترې راضي وي یا د تیرو سفرونو په څیر به اړیکې خرابې کړي؟

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *