په جلال اباد ښار کې د خونړۍ پېښې مخه ونیول شوه

په جلال اباد ښار په ننګرهار مرکز کې د خونړۍ پېښې مخه ونیول شوه.

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار مربوطاتو کې د درې ماينونو په کشف او لمنځه وړلو سره د خونړۍ پېښې مخه ونيول شوه.

ننګرهار ولايت مقام ته د ملي امنيت رياست د ورکړل شویو معلوماتو له مخې دغه ريموټ کنترول ماينونه د وسله والو مخالفینو له لوري د يوې لويې لارې په اوږدو کې ايښودل شوي و، او غوښتل يې چې دولتي او ملکي وګړي په نښه کړي؛ خو موخې ته له رسيدو وړاندې کشف او لمنځه يوړل شول.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې ورځې راهيسې امنیتي مسئولينو د امنيت لا ټينګښت په موخه جلال اباد ښار کې پلې او موټر داره ګزمې، چيک پواينټونه او بدني پلټنې زياتې کړي دي .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *