ترافیکي پیښې شپږ تنه مړه او څلور نور یې ټپیان کړل
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د کابل ـ جلال اباد په لویه لاره د دوو موټرونو د ټکر له امله لس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړی زیاتوي پیښه نن پنج شنبه د ( سلواغۍ په ۱۸ نیټه) شاوخوا یوه بجه د کابل ــ جلال اباد په لویه لاره د قرغیو ولسوالۍ اړوند دخیرو خیلو په سیمه کې د کرولا او ټوډي موټرو د ټکر له امله رامنځ ته شوې.
د دولتزي پروینا په دغه ترافیکي پیښه کې ۳ کوچنیانو او ۳ ځوانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز په دواړو موټرونو کې ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
دولتزی وایې ټپیان نږدې روغتیایي مرکز ته انتقال شوي او اوس مهال یې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.
په سیمه کې د امنیتي مسوولینو د معلوماتو له مخې دغه پېښه د ټوډي موټر چلونکي د بې احتیاطۍ له امله رامنځ ته شوې ده.