په اسپانیا کې د دوه قطارونو ټکر کېدو له ۱۰۰ څخه زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

په اسپانیا هېواد کې د یوه مسافر وړونکي قطار د اوښتو له امله یو تن وژل شوی او ۱۰۵ تنه ټپیان شوي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،د اسپانیا د بارسلونا ښار د«کاتالونیا» سیمې ته نږدې یو مسافر وړونکي قطار د یوه بل قطار سره د ټکر کېدو له امله د لارې څخه اوښتی چې ددغه قطارونو د یوه چلوونکي ژوند یې اخیستی دی.

ویل کیږي چې ددې پیښې په پایله کې ۱۰۵ تنه نور ټپیان شوي دي چې د یو شمېر کسانو وضعیت یې نازک ښودل شوی دی.

ددې دواړو قطارونو د ټکر اصلي لامل د لارښوونې په چراغونو کې مسلکي ستونزه یاده شوي ده.

په لغمان کې د امنیتي ځواکونو د ملاتړ او د نیالګیو د کینولو او د سرسبزۍ په موخه غونډه جریان لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *