په استانبول کې د یوې اته پوړیزې ودانې غورځېدل

د ترکیې په استانبول ښار کې د یوه اته پوړیزې ودانۍ د راغورځیدو په پایله کې دوه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې ،تیره شپه د استانبول ښار په «کارتال» سیمه کې یوه اته پوړیزه ودانۍ غورځیدلي ده.

د استانبول والي ویلي دي چې په دې پیښه کې  لږ تر لږه ۲ تنه وژل شوي او شپږ کسان ټپیان شوي دي او ۴۳ کسانو په رسمي ډول په دې ودانۍ کې هستوګنه درلودله چې ددوې له لورې ثبت شوي دي.

نوموړې وایي چې د قانون د نه شتون له وجې ددې ودانۍ د اخرنیو درې منزلو اوسیدونکې ثبت شوي نه دی.

د استانبول ښار د اطفائیې چارواکې هم وایي چې لا تر اوسه د مرستندویه ټیم له لوري د کنډوالو له بیخ څخه درې تنه ژوندې راویستل شوي دي او د نورو کسانو د خلاصون لپاره عملیات جریان لري.

د سرچینې پر وینا ،د تلفاتو د زیاتیدو احتمال هم موجود دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *