د مزارشریف د کود برق سره بیا ځلې ګاز وصل شول
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2019/02/Mazar.jpg)
د مزار شریف د کود برق د فابریکې د ګازو پایپ لاین چې څه وخت وړاندې د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې پریکړې شوی وو بیاځلې ونښلول شو.
د هېواد په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو مطبوعاتي مسوول نظر خدا پامیري خاور میانه خبرې اژانس ته وویل چې دغه پایپ لاین د امنیتي ځواکونو د «ولید ۳۴» عملیاتو په ملاتړ د تخنیکي کارمندانو له لورې وصل شوی دی.
د نوموړې پر وینا ،ددې عملیاتو په جریان کې ،۱۵ تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او همدارنګه ۵ کلې هم ددغه ډلې د شتون څخه پاک شوي دي.
پامیري څرګنده کړه چې د مزارشریف د کودبرق فابریکې سره د ګازو په وصل کیدو سره ددې فابریکې کار دویم ځل پیل شوی او کولای شي د تیر په څیر فعالیت ته دوام ورکړې.