د سالنګ لار د ترافیکو پر مخ وتړل شوه
په سالنګونو کې د درنې واورې او تیزې سیلۍ له وجې دغه لویه لار د ټولو نقلیه وسایطو پر وړاندې وتړل شوه.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې د سالنګونو د حفظ او مراقبت چارو مسوولینو نن سهار (سلواغې ۱۵) د تیزې سیلۍ،درنې واورې د اورښت او د لیدلو وړ ساحې د کموالۍ له امله دغه لار د ترافیکو پرمخ تړلي ده.
د سالنګونو د حفظ مراقبت چارو رییس عبدالبصیر حبیبي وایي چې د بشري او مالي زیانونو د مخنیوې په موخه یې دغه لار د ترافیکو پرمخ تړلي ده او هغه وسایط چې په لار کې موجود وو د نجات د ټیم له لورې د خطر له سیمو څه خوندې سیمو ته لیږدول شوي دي.
د نوموړې پر وینا،د هوا د ښه والې او سړک تر پاکیدو پورې به هیڅ یوه موټر ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کیږي.
ویل کیږي چې د سالنګ لویه لاره د هېواد د مشهورو لارو څخه ده چې کابل د شمالي ولایاتو سره نښلوي او په دې وروستیو ورځو کې د واورې د اورښت،سخت طوفان او بارانونو له وجې د ترافیکو پرمخ تړل شوي ده.