ننګرهار کې پنځه داعش وسله وال وژل شوي
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2019/01/46005-2-1.jpg)
د ننګرهار چارواکي په دې ولایت کې د دوو هوایې بریدونو خبر ورکوي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي خارومیانه خبري اژانس ته وویل: د ننګرهار ولايت اچين او خوږياڼو ولسواليو کې تېره ورځ په دوو هوايي بريدونو کې پنځه داعش وسله وال وژل شوي دي.
نوموړی زیاتوي دغه هوايي بريدونه د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې کړي، چې په ترڅ کې يې په اچين کې درې او په خوږياڼو کې دوه داعش وسله وال وژل شوي او د دوی يو شمېر سپکې او درنې وسلې لمنځه وړل شوي.