ننګرهار کې د وسلو قاچاق کوونکي نیول شوي
د ننګرهار ولایت در جلال اباد ـ تورخم پر لار، یو ټوډي ډوله موټر کې ۳۷ میله تومانچې نیولي دي.
د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې؛ په ختيځ کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو اړوند د څلورمې پلی لوا قومندان برید جنرال عبدالکریم نیازي د یوې خبري ناستې پر مهال رسنیو ته وویل، د دغې لوا منسوبینو د جلال اباد – تورخم پر لار یو ټوډي ډوله موټر کې ۳۷ میله تومانچې نیولي دي.
دی وايي، د دغو وسلو سره یې دوه کسان هم نیولي دي چې اوس مهال د امنیتي ځواکونو تر نورو څېړنو لاندې دي.
نوموړی زیاتوي، نیول شویو کسانو غوښتل، چې دغه وسلې پلازمېنې کابل ته ولېږدوي، څو د راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو پر مهال ترې په ګډوډۍ کې کار واخلي.
د یادونې وړ ده امنیتي ځواکونو له دې وړاندې هم ننګرهار کې د ځانګړیو عملیاتو پر مهال یو شمېر کسان له سلګونه میله وسلو سره نیولي دي.