په افغانستان کې یو امریکایي سرتیری ووژل شو
د امریکا د دفاع وزارت په افغانستان کې ددغه هېواد د یوه سرتیري د وژل کیدو خبر ورکوي.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې د پینټاګون په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ددې هېواد یو نظامي سرتیری د سې شنبې په ورځ ( سلواغه ۲) نیټه د افغانستان په مربوطاتو کې وژل شوی دی.
د خبرپاڼې په نقل دغه سرتیري د خپل جنګي ماموریت په جریان کې وژل شوی دی.
پیناګون ددغه سرتیري هویت او د وژل کېدو کره ځای په ډاګه کړی نه دی.
دغه امریکایي سرتیری په داسې حال کې وژل کیږي چې د جنورۍ په ۱۳ مه نیټه هم دافغانستان په لویدیځ کې ددغه ځواکونو یو سرتیری وژل شوی وو.