د « ریئل ټایم» د قضیې د پټولو لپاره د حکومت نوې سناریو

د مخابراتو او ټیکنالوژۍ پخواني وزیر د حکومت له لورې د هغه د نن ورځې محکمه د حکومت له لورې «ریئل ټایم»(Real Time ) د قضیې پټول وګڼل.

عبدالرزاق وحیدي د خاور میانه خبرې اژانس سره په ځانګړیو خبرو کې څرګنده کړه چې ددې کار څخه د حکومت موخه ،د ځانګړې محکمې «ریئل ټایم» پر موضوع باندې د تاثیر اچولو نوي سناریو رامنځته کول دي.

وحیدي وویل چې«ظاهراً اوسنۍ دوسیه او ممکن نورې دوسیې چې حکومت یې وړاندې کوي د هغه خاصې محکمې د جبرانولو لپاره دي چې لمړی ځل پکې زه بې ګناه پیژندل شوی یم.»

نوموړې همدارنګه څرګنده کړه چې حکومت د اصلې قضیې«ریئل ټایم» مجرمینو ته برائت ورکړی دی او اوس غواړې چې د عدلي او قضایي نهادونو تر څیړنې لاندې باید پاتي نه شي او نوې قضیه یې پرانیستي ده  چې د مالې د وزارت پورې تړاو لري.

هغه وویل چې هغه قضیه چې اوس مهال پرانیستل شوي ده ۷ کاله مخکنۍ ده او د مالیې پر وزارت پورې اړه لري چې په هغه وخت کې مطرح شوي نه ده؛  مګر په اوس وخت کې ددغه قضیې پرانیستل په واقعیت کې د حکومت له لورې یو ډول «مسخره بازي» ښودل دي.

په همدغه حال کې وحیدي وایي چې په هغه صورت کې به علني محکمه کې ګډون وکړې  چې نن ورځ ( مرغومې ۲۶) دایره شي او له دې پرته په عدالت،قاضي او قضایي مرکزونو بې باوره دی او په محکمو کې به له ګډون ډډه وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې علني محکمې د دریم ځل لپاره د مرغومې پر څلورمه نیټه په وحیدي باندې د سیستم د رامنځته کېدو د نشتوالي«ریئل ټایم» او غیر قانوني ګمارنو د ترسره کولو تور پورې کړ چې د محکمې ځانګړې پلاوي د لګول شوي تور د ثابتولو لپاره کافي شواهد په لاس کې نه درلودل او نوموړې یې بې ګناه ثابت کړ او برأت یې ورکړ.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *