د سالنګ لویه لار د باروړونکو موټرو پرمخ وتړل شوه

په سالنګونو کې د واورې د اورښت له امله د سالنګ لویه لار د باروړونکو موټرو پر مخ وتړل شوه او مسافر وړونکو موټرو ته به په وقفه یي ډول د تګ راتګ اجازه ورکول کیږي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د سالنګونو د ساتنې مسوول ویلي دي چې د تیرې شپې راهیسې د واورې اورښت پیل شوی او د نن (مرغومې۲۶) تر سهاره پورې یې دوام درلود.

د سالنګونو د ساتنې مسوول،عبدالبصیر حبیبي وایي د بدو پیښو د مخنیوې لپاره باروړونکي موټرې تر بلې اطلاع پورې په دغه لویه لار  د تګ راتګ اجازه نه لري.

د نوموړې پر وینا، د شپې د لمړۍ برخې څخه په سالنګونو کې کمزوري واوره پیل شوي او اوس مهال هم په وقفه یي ډول دوام لري او د ټیلري وسایطو څخه علاوه نور ټول وسایط کولای شي د ځنځیر ( چین) څخه په کار اخیستنې سره په دغه لار تګ راتګ وکړې.

حبیبي له موټر چلوونکو وغوښتل ترڅو معیاري چټکوالی،معیاري وزن او معیاري ارتفاع مراعت کړي او د ژمې تجهیزات په ځانګړې ډول،ځنځیر(چین) ګرمه البسه او احتیاطې خواړه باید له ځانه سره ولري او د زیاته اندازه روغنیاتو له لیږدولو دې ډډه وکړې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *