ننګرهار کې ۹ داعش وسله وال وژل شوي
د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالی کې ۹ داعش وسله وال وژل شوي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ مامند درې خروې سیمه کې تېره شپه د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې د درې قوماندانانو په ګډون ۹ داعش وژل شوي او د دوی دوه مرکزونه په بشپړ ډول لمنځه وړل شوي دي .
د خوګیاڼي په خبره وژل شوي قوماندانان د مجاهد، اصف او هارون په نومونه دي،همدا راز په تخریب شوو دوو مرکزونو کې د ځآنمرګو بریدونو په موخه چمتو شوي واسکټونه،ماینونه،سپکې او درنې وسلې هم لمنځه تللي دي .
د خوګیاڼي په خبره په ترسره شوو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان ندی اوښتی .