په ۲۰۱۸ کال کې ۱۲۰۰ کورنۍ له خپلو سیمو مرکز مهترلام ته راکډه شوي
د لغمان ولایت د یو شمیر ولسوالیو هغه اوسیدونکي، چې د نا امنې او یو شمیر نور لاملونو له وجه مرکز مهترلام ښار ته راکډه شوي ، له خاورمیانه خبري اژانس سره په خبرو کې له اړونده چارواکو غوښتې ، چې دوې ته دې ، د دې زمینه برابره کړي ، ترڅو بیرته خپلو کلیو او بانډو ته ورشي او خپل عادي ژوند پرمخ یوسي .
محمد نعیم چې د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ څخه د دوه کاله وړاندې مرکز مهترلام ښار ته له خپلې کورنۍ سره راکډه شوی خاورمیانه خبري اژانس ته وویل : (دوه کاله کیږي ، چې له الینګار څخه بې ځایه شوی یم ، مرستې راسره شوي ، خو زمونږ غوښتنه داده چې مونږ بیرته خپل کلي او کورته ولاړ شو )
په ورته وخت کې د لغمان ولایتي چارواکي وایې ، چې دوې د یو شمیر مرستندویه موسسو په همکارۍ په لغمان کې له داخلي بې ځایه شو او نو راستنو شو کورنیو سره د خوارکي او غیري خوراکي توکو مرستې ترسره کړي .
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل : (د ولایت مقام په دې هڅه کې دی ، ترڅو هغه کورنۍ چې له خپلو سیمو بې ځایه شوي ورته بیرته خپلو سیمو ته د تللو زمینه برابره کړي )
ښاغلي دولتزي زیاته کړه ، چې په لغمان کې له داخلي بې ځایه شو او نو راستنو شو کورنیو سره ډول ډول مرستې ترسره شوې او دغه لړۍ دوام لري .
په ورته وخت کې د لغمان د کډوالو چارو رییس انجینر شاکرالله شاکر خاورمیانه خبري اژانس ته وویل : ( چې په ۲۰۱۸ کال کې لغمان ته ۶۰۰ نوې کورنۍ له کډوالۍ راستنې شوې او ۱۲۰۰ کورنۍ له مختلفو سیمو څخه مرکز مهترلام ته راکډوه شوي ، چې ورسره د ضروري توکو مرستې په خيل وخت ترسره شوي )
نوموړی وایې ، چې د ولایتي ادارې او زمونږ هڅه داده ترڅو داخلي بې ځایه شو کورنیو ته د دې زیمنه برابره کړو ، چې بیرته خپلو سیمو ته ستانه شي .