ننګرهار کې ۲۴۵ کيلو ګرامه نشه يي توکي نیول شوي

د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولايت روداتو ولسوالۍ اړوند غازي امان الله خان  ښارګوټي کې دوو تنو سره په سراچه ډوله موټر کې ۲۴۵ کيلو ګرامه خام چرس ونيول شول.

د چارواکو د معلوماتو له مخې يادو کسانو دغه چرس په ډير مهارت سره په موټر کې ځآی پر ځای کړي و او غوښتل يې، چې  د ننګرهار ولايت يوې سيمې ته يې د پلور په موخه قاچاق کړي.

نيول شويو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او په امنې قومندانۍ کې د نورو پوښتو او څيړنو لاندې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *