ننګرهار کې د پنځه ویشتو داعش او طالب وسله وال تسلیمدل

د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولايت ملي امنيت رياست په هلو ځلو د مرغومي په ۱۸مه په ياد ریاست کې  ۱۶ وسله وال طالبان سولې بهير سره يو ځای او همدا راز ۹ داعش وسله وال خپلو يو شمېر وسلو سره تسليم شول.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي د فتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي يادو وسله والو مخالفينو د ننګرهار ولايت په اچين، هسکې مېنې، پچيراګام، خوږياڼو، غني خېلو او خوږياڼو ولسواليو کې  دولت ضد فعاليتونه ترسره کول، چې له ډلې يې د دوو قومندانو په ګډون ۱۶ وسله وال طالبان او د يو قومندان په ګډون ۹ نور داعش وسله وال دي.

يوځای شويو وسله والو پر خپلو کړنو پښيماني وښودله او يادونه يې وکړه، چې داعش او طالب دواړه ډلې د پاکستان د ګټو لپاره جګړه مخته وړي.

په همدې حال کې ديني عالمان د افغان حکومت پر وړاندې د وسله والو مخالفينو پېل شوې جګړه نا مشروع ګڼي او پر وسله والو غږ کوي، چې له افغان وژنې لاس واخلي.

د یادونې وړ ده، چې په دې  ورستیو کې د ننګرهار د ملي امنیت په هلوځلو ګڼ شمیر وسلواو له جګړې لاس اخیستی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *