د کورنیو چارو وزارت د مجرمینو کاغذي ماڼۍ له مینځه وړي

د کورنیو چارو وزارت وایي چې د مجرمینو او مشکوکو کسانو د لیست له خپریدو وروسته،د هغوې یو شمېر کسانو ځانونه تسلیم کړې او یو شمېر نورو کاغذي ماڼیو ته پناه وړې ده.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د کورنیو چارو وزارت په تازه خپره شوي اعلامیه کې راغلي دي چې ډېر ژر به په «کاغذي ماڼیو» کې پټ شوي مجرمین له مینځه یوسي.

په دې اعلامیه کې راغلي دي چې «د پولیسو له لورې د مجرمینو او مشکوکو کسانو د لیست خپریدل خلکو ته بیان شوي نه وو او اوس مهال ددغه کسانو څخه یو شمېر نیول شوي دي؛ مګر یو شمېر نور یې لکه د مږو په څیر چې کورونه یې اوبو اخیستي وي د پناه ځایونو د پیدا کولو په لټه کې دي،نږدې ده چې د هغوې کاغذي ماڼۍ به له مینځه یووړل شي. »

د کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی دی چې هغه مجرمین چې پټ شوي دي؛ ډېر ژر به یې منفورې څیرې خلکو ته مالومې شي.

په ورته وخت کې دغه وزارت یو ځل بیا له خلکو غوښتي دي چې ترڅو د هغوې په پیژندلو کې له پولیسو سره همکارې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې کورنیو چارو وزارت د تیرو څو ورځو په جریان کې د ۲۲۲ تنو مجرمینو او مشکوکو کسان لیست خپور کړی دی چې د لیست له خپریدو وروسته د خلکو په مرسته ۵ کسان نیول شوي او درې تنه نورو خپل ځانونه پولیسو ته تسلیم کړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *