د نیمروز پر مرکز د برید مخه ونیول شوه
امنیتي ځواکونو د وسله والو طالبانو هغه ۳ کسان نیولي چې قصد یې درلود د نیمروز ولایت پر مرکز برید وکړې.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د کورنیو چارو وزارت نن ورځ ( مرغومې۱۹) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې په نیمروز کې د امنیتي ځواکونو له لورې ۳ تنه وسله وال طالبان نیول شوي او یو تن یې وژل شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د نیمروز پولیسو د وسله والو طالبانو په څلور نفري ګروپ باندې په یوه هدفي عملیاتو کې د هغوې ۳ تنه نیولي او یو تن یې وژلی دی.
د خبرپاڼې له مخې دغه کسان د زرنج د ښار د هستوګنې په یوه کور کې ځای پرځای شوي وو او په دغه ښار باندې یې د برید نیت درلود چې موخې ته له رسیدو وړاندې د پولیسو له لورې پیژندل شوي او نیول شوي دي.
ویل کیږي چې ددې عملیاتو په جریان کې د زرنج ښار د لمړۍ امنیتي حوزې مرستیال هم ټپي شوی دی.
وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.