ننګرهار کې له ۹ سوو داخلي بې ځایه شو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته

۱۶ جدی ۱۳۹۷

کډوالو چارو وزیر ننګرهار کې  له ۹ سوو داخلي بې ځایه شوو کورنیو سره د نغدو پیسو د مرستې لړۍ پیل کړه.

د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې؛  د کډوالو چارو وزارت له لورې په ننګرهار ولایت کې داخلي بې ځایه شوو ۹ سوو کورنیو ته د څه باندې دیارلس نیم میلیونه افغانیو نغدي مرستې د مسؤلینو له لورې د بانکي چکونو په ورکولو سره پیل شوه .

د دې نغدي  مرستې د بانکي چکونو د ورکړې پر مهال د کډوالو او بېرته را ستنیدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وویل،د هېواد په څوارلس ولایتونو کې د یاد وزارت د پرمختیایي بودیجې څخه یې داخلي بې ځایه شوو کورنیو سره په شفاف ډول مرسته پیل کړې ده .

نوموړي زیاته کړه، یاده مرسته د مستوفیت له لارې بانک ته انتقال کیږي او د ګډې ترسره شوې سروې وروسته داخلي بې ځایه شوو کسانو ته یې بانکي چکونه ورکول کیږي،چې په کې د هر ډول فساد مخنیوی شوی دی .

ننګرهار والي حیات الله حیات د کډوالو او بېرته را ستنیدونکو چارو وزیر څخه مننه وکړه،چې په دې ولایت کې ۹ سوه داخلي بې ځایه شوو کورنیو سره د څه باندې دیارلس نیم میلیونه افغانیو نغدي مرسته وکړه .

هغه زیاته کړه، یاده مرسته کې به هرې بې ځایه شوې کورنۍ ته به  پنځلس، پنځلس زره افغانۍ  ورکړل شي، ترڅو ورباندې د ژمني موسم ضروري اړتیاوې پوره کړي .

د یادونې وړده،چې په وروستیو کې ګڼ شمیر داخلي بې ځایه شوې کورنۍ د امنیتي وضعیت د ښه والې له امله خپلو سیمو ته د ستنیدو په حال کې دي .

بې ځایه شوو

ننګرهار


خپل لېد لوری مو ولیکئ ستاسې ایمیل ادرس او شمیره شاید په لید لوري کې خپره نه ش شد

نوم

ایمیل

لېد لوری


برای گزاشتن تصویر خودتان به سایت Gravatar مراجعه کنید.