په کابل کې چاودنې درې تنه ټپیان کړل

د کابل ښار په شپاړلسمې ناحیې کې د چاودنې په پایله کې درې تنه ټپیان شوي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې نن سهار ( مرغومې ۱۶) شاوخوا ۷:۳۰ د کابل ښار د شپاړلسمې ناحیې په مربوطاتو کې یوه چاودنه ترسره شوي ده.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش وایي دغه پیښه پر یوه عراده رینجر موټر پورې د نښلول شوي چسپکې ماین د چاودنې له امله رامنځته شوي ده.

د نوموړې پر وینا،په دې پیښه کې درې تنه نظامیان ټپیان شوي دي چې روغتون ته لیږدول شوي دي.

لا تر اوسه کوم یو شخص یا ډلې ددې پیښې مسوولیت پر غاړه اخیستی نه دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *