پاکستان ته قاچاق کيدونکي چاتراشو نيول کیدل

د ننګرهار ولایت مقام څخه خاورمیانه خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي  د ننګرهار ولايت هسکې مېنې ولسوالۍ غرغلي سيمه کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو لومړۍ سرحدي لواء منسوبينو له يو تن سره په سوزکي موټر کې بار چاتراش، چې پاکستان هېواد ته يې قاچاق کول ونيول.

خبرپاڼه زیاتوي نيول شوی تن ظريف د بلبل زوی دی، چې د هسکې مېنې ولسوالۍ د تنګي سيمې اوسيدونکی دی.

نوموړي اعتراف کړی، چې دغه چاتراش يې د هسکې مېنې ولسوالۍ له ځنګلونو ترلاسه کړي او پاکستان هېواد ته يې قاچاق کول.

له نيول شوي تن څه په لومړۍ سرحدي لواء کې نورې پوښتنې او څېړنې روانې دي او وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *