په شینوارو ولسوالۍ کې د وسله والو پرضد عملیات پیل شول

د ننګرهار دوالي ویاند عطاالله خوګیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل؛ د ننګرهار ولایت په شینوارو ولسوالیو کې د قهر سیلاب څلور نمبر شل په نوم ګد جګړه ییز او چاڼیز عملیات نن سهار پیل شول.

خوګیاڼی وایې په ورته وخت کې  په سره رود او خوږیاڼو ولسوالیو کې پیل شوي عملیات پای ته ورسیدل .

د خوګیاڼي په خبره د سره رود او په خوږیاڼو ولسوالیو کې د قهر سیلاب څلور نمبر ۱۹ عملیات چې د تېرې میاشتې په اتلسمه نیټه پیل شوي وو،په ترڅ کې ۶۵ کلي د مخالفینو پاک او تالاشي شول،چې پر مهال یې درې جنګي طالبان ووژل شول، دوه ټپيان شول،یو عراده سراچه موټر او یوه د نشه یي توکو فابریکه تخریب شول، ۱۳ کړۍ ماینونه کشف او لمنځه یوړل شول،۲۷ میله سپکه وسله او نږدې ۷ فیره مرمۍ،پنځه عرادې موتر سایکلې،۱۲ کلچې نشه يي توکې او یو شمیر نورو وسایل هم تر لاسه شول .

په همدې حال کې په شینوارو ولسوالیو کې د ملي اردو په مشرۍ د ګډو ځواکونو له لورې د قهر سیلاب ۴ نمبر شل په نوم جګړه ییز او چاڼیز عملیات شول،چې په ترڅ کې به یې ګڼ شمیر سیمې د مخالفینو له شتون څخه پاکي شي .

د عملیاتو او بریدونو پر مهال امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان ندی اوښتی  .

د یو بل خبر له مخې د خوږیاڼو ولسوالۍ د وزیرو تنګي په سیمه کې تېره شپه د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې په هوایي برید کې د داعش ډلې یو سرګروپ وژل شوی دی .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *