د نفتو او ګازو د بیو په تنظیمولو کې د دولت بې کفایتي

د کابل او د هېواد د ولایتونو اوسیدونکي په داسې حال کې د نفتي مواد د بیو د پورته کېدو څخه شکایت کوي چې د په نړیوالو بازارونو کې د نفتو بیو ټیټوالی موندلی دی ،دوې وایي د نفتو د بیو لوړوالي د نفتو کاروونکو ته ستونزې جوړې کړي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې، د تیرې اونۍ په اوږدو کې د هېواد په بازارونو کې د في لیتر پیټرولو بیه د ۵۳ افغانیو څخه ۵۷ افغانیو ته رسیدلي ده چې ګڼ شمېر خلک په ځانګړې ډول موټر چلوونکي یې اندیښمن کړي دي.

یو شمېر موټر چلونکي ادعا کوي چې دوې د نفتو د بیو پورته کیدو له ستونزو سره مخ کړي دي او له دولت څخه غواړې چې د هېواد په بازارونو کې د نفتو د ټاکل شویو بیو څارنه وکړې او وایې چې باید د تیلو بیه کموالی ومومي.

د کابل د تیلو د پلورنځیو یو مدیر د خاور میانه خبرې اژانس سره په خبرو کې وویل ؛ د تیرې اونۍ په جریان کې د في لیتر پیټرولو بیه د ۵۳ افغانیو څخه ۵۷ ته رسیدلي چې د هېواد د نفت او ګازو د تنظیم ادارې له لورې تعین شوي ده.

د نوموړې د خبرو له مخې د نفت او ګازو د تنظیم ریاست د بیو د لوړوالي عمده علت د مواصلاتي لارو ستونزې او د سالنګ د لارې خرابوالی ګڼلی دی.

د تیلو د ټانک دغه مسوول دعوه کوي چې پخپله دغه اداره د سوداګرو او وارداتي شرکتونو سره یو ځای د بیو په پورته کیدو کې رول لري او ددې څخه د بدې استفادې لپاره د مواصلاتي لارو ستونزې پلمه نیسي.

د کابل ښار یو تن موټر چلوونکی محمد امان هم وایي چې:«دولت او د نفت او ګازو مسوولین پخپله تیل او ګاز واردوي او په همدې دلیل بیې ټاکي تر څو ددوې زیاته ګټه په نظر کې ونیسي. »

د نوموړې پر وینا،که چیرته لوړ پوړیو دولتي چارواکي د تیلو او ګازو په خرڅلاو کې مستقیماً رول  ونه لري؛ مګر واسطې لري تر څو دغه کار پرې سرته ورسوي او هرکله چې په نړیوال بازار کې د تیلو بیې ټیټوالی ومومي،په افغانستان کې د پیسه دارو د ګټې لپاره دغه بیې لوړیږي .

په همدغه حال کې د نفت او ګازو د تنظیم ادارې دغه تورونه رد کړي دي او د نفتو د ترانسپورت قیمت او د مواصلاتي لارو ستونزې د هېواد په بازارونو کې د تیلو د بیو د لوړیدو لامل ګڼي.

د نفتو او ګازو د تنظیم د عمومې ادارې رییس ډاکټر ولید تمیم وایي چې افغانستان د نفتي موادو تولیدونکی نه دی ،خپل د اړتیا وړ نفتي مواد واردوي،بناءً د نفت د نړیوالې بیې پورته کیدل د هېواد د نفتي موادو په بازار مستقیمې اړیکې لري؛ له بله پلوه هم څرنګه چې هېواد په وچه کې راګیر دی د نفتي موادو د ترانسپورت بیې هم لوړې دي.

نوموړې د تیل پلورونکو ادعا بې بنسټه وبلله او ویې ویل د نفت او ګازو د تنظیم اداره کې زما د مقرریدو وروسته په دې اداره کې زیات بدلونونه راغلي دي او د فساد مخنیوې شوی چې مخکې په دې اداره کې موجود وو.

نوموړې څرګنده کړه چې د هېواد په بازارونو کې د نفتو د بیو د تنظیمولو یوازنۍ حل لاره د نفتو د واردونکو شرکتونو د کړنو او فعالیتونو څخه څارنه کول دي.

د هېواد په بازارونو کې د نفتو  بیو په داسې حال کې لوړوالی موندلی چې په نړیوالو بازارونو کې د تیرې اوونۍ په جریان کې یې قیمتونه ټیټ شوي وو؛ مګر سعودي عربستان تازه اعلان کړی دی چې د نفتو د تولید په اندازه کې کموالی راولي او له دې وروسته به په نږدې نړیوالو بازارونو کې د نفتو په بیو کې یو سلنه زیاتوالی راشي.

په دې حالت کې باید وویل شي چې هر کال دغه ستونزې رامنځته کیږي او هره اداره چې د بیو د کنټرول مسوولیت په غاړه واخلې؛ د موادو د بې دلیله زیاتیدو بهانه لري،له دې وړاندې د سوداګرۍ وزارت هم د ژمې په موسم کې د نفتو د بیو پر زیاتیدو همدا ډول پلمې ترسره کړې دي او اوس مهال یې ددغه دلایلو مسوولیت د نفتو او ګازو د تنظیم ادارې په غاړه ورکړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *