د فاریاب په المار کې د اردو او طالبانو تلفات

د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر مینځ د نښتې په پایله کې د پولیسو څلور سرتیري او اته طالبان وژل شوي دي.

د فاریاب د پولیسو ویاند عبدالکریم یورش خاور میانه خبرې اژانس ته وویل چې دغه نښته تیره شپه پیل شوي او نن سهار( جدې ۵) پای ته ورسیده.

د نوموړې پر وینا ،په دې پیښه کې د اردو ۶ سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

همدارنګه یورش څرګنده کړه چې په دې نښته کې اته تنه وسله وال طالبان هم وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *