سره رود او خوږياڼو کې چاڼیز عمليات په بریالیتوب دوام لري

د ننګرهار مسولین وایې د دې ولایت په سره رود او خوږیاڼو ولسوالیو کې د وسله والو مخالفینو د ځپلو په موخه عملیات پیل کړی دي.

د ننګرهار د والي ویاند خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: دننګرهار ولايت سره رود او خوږياڼو ولسواليو کې د افغان ګډو ځواکونو د جګړه ييزو او چاڼيزو عملياتو پرمهال يو شمېر سيمې له مخالفينو پاکې او يو شمېر وسلې د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

خوګیاڼی زیاتوي  د دغو عملياتو پرمهال د خوږياڼو ولسوالۍ کيلغو، زاوه، حکيم اباد، اتمان خيل او رئيس خيل او په سره رود کې هم يو شمېر سيمې له مخالفينو پاکې شوي دي او عمليات لا هم دوام لري.

د خوګیاڼي په خبره د عملياتو پرمهال په خوږياڼو ولسوالۍ کې درې تومانچې تر لاسه شوي او د مخالفينو له لوري يو ځای پر ځای شوی ماين لمنځه وړل شوی.

 

په ورته وخت کې د یادو ولسوالیو اوسیدونکي د افغان ګډو امنیتي ځواکونو د روانو چاڼیزو عملیاتو څخه خوښ دي او غوښتنه کوي، چې د عملیاتو پرمهال دې د ملکي وګړو ژوند ته پام وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *