په اماراتو کې د طالبانو د استازو سره پر لیدنې د افغانستان ټینګار

د وسله والو طالبانو سره د افغانستان د حکومت مرکچي پلاوی متحده عربي اماراتو ته تللی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د جمهورې ریاست په خبرپاڼه کې چې نن د ( لیندۍ ۲۷) یې خپره کړې ده ،ویلي دي چې دغه پلاوی د عبدالسلام رحیمي په مشرۍ ابوظبۍ ته لیږل شوی دی.

وسله والو طالبانو ویلي دي چې د افغانستان د حکومت له پلاوې سره یې نه دي لیدلې او یوازې د امریکا،پاکستان،عربستان او اماراتو له استازو سره یې لیدلي دي.

د جمهوري ریاست په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د افغانستان د حکومت مرکچي پلاوې د طالبانو د استازو سره د «نږدې راتلونکو» خبرو اترو او دواړو لوریو تر مینځ د مخامخ ناستې د ترسره کېدو لپاره ابوظبۍ ته تللی دی.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې،دې پلاوې د امریکا د ځانګړې استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي او ټاکل شوي ده چې په روانه اونۍ کې د متحده عرب اماراتو،او عربستان له استازو سره هم لیدنه کتنه ترسره کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *