د داعش ډلې د جګړې او پلان قوماندانان ووژل شول

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: ننګرهار  ولایت اچین ولسوالۍ باندر درې په چونګښۍ سیمه کې تېره شپه صفر دوه قطعې عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې د یادې ولسوالۍ لپاره د داعش ډلې د جګړې او پلان جوړونې قوماندانان ووژل شول .

د خوګیاڼي په خبره وژل شوی د داعش ډلې نظامي قوماندان زاهد اصلا د باجوړ سیمې او پلان جوړونکی خالد د اورکزیو سیمې اوسیدونکی دی،چې د وژل کېدو پر مهال ورڅخه دوه میله کلاشینکوفونه، پرتلې،لاسي بمونه،شاژرونه،د داعش د هویت کارت، یوه پایه ایکم مخابره او یو شمیر نور توکې د صفر دوو ځواکونو لاسته ورغلي دي .

د مالوماتو له مخې په دې عملیاتو کې ملکي وګړو ته کوم زیان ندی اوښتی .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *