یو امریکایي افسر اته کاله وروسته د یوه افغان وګړې په وژنه تورن شو

په افغانستان کې میشت د امریکا د ځانکړو ځواکونو یو افسر له اته کالو تیریدو وروسته په رسمي ډول په ۲۰۱۰ کال کې په افغانستان کې د یوه ملکي وګړې پر وژلو تورن شو.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د امریکا د ځانګړو ځواکونو ویاند ویلي دي چې پوره شواهد موجود دي چې تر څو «ګلستین»په افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال د یوه ملکي وګړې پر وژل کېدو تورن شي.

د امریکا د پوځ د اسنادو پر بنیاد چې د امریکا ان بي سي خبرې شبکې په واک کې یې ورکړي دي جګړن «متیو ګلستین» د یوه افغان وګړې پر قصدي وژنه اعتراف کړی او ویلي یې دي چې نوموړې باندې یې په دې ګمان ډزې کړې دي چې د وسله والو طالبانو ماین ایښودونکی دی.

د امریکایي ځواکونو دې افسر د ۲۰۱۰ کال د فبرورۍ پر ۲ مه د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د امریکایي ځواکونو یوې هډې ته نږدې د رسول په نوم کس وژلی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *