کونړ کې هوایې برید ۲۵ وسله وال طالبان وژلي دي

د کونړ امنیتي چارواکي د دې ولایت په شلتن ولسوالۍ کې د هوایې برید خبر ورکوي.

د کونړ دامنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان خاورمیانه خبري اژانس ته وویل:  افغان ګډو امنیتي ځواکونو چې د بهرنیو ځواکونو  هوایې ملاتړ ورسره و،  د کونړ ولایت د شلتن ولسوالۍ د سونو په سیمه تیره شپه هوایي بریدونه او عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۵ تنه ټپیان شوي.

د نوموړي په خبره وژل شوي او ټپیان د القاعده شبکې غړي دي، چې بهرنیان هم په کې شامل دي.

دهقان د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه وایې  ( داملکي وګړي نه دي بلکې دا د همدې وسله والو طالبانو د کورنۍ غړي دي.)

خو بل خوا  د کونړ ولایت اوسیدونکي وایې، چې په دغو عملیاتو کې ګڼو ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

ځینې ریپوټونه وایې چې په دغو عملیاتو کې ۶۵ تنه وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *