په ترکیه کې د یوه قطار ټکر کېدو ۴۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولي ده

د ترکیې د ښاروالۍ چارواکو ددغه هېواد په پایتخت کې د یوه سیمه ایز قطار سره د سریع السیر د قطار د جنګیدو خبر ورکړی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،ترکي چارواکو اعلان کړی دی چې نن سهار،( لیندۍ ۲۲) د سریع السیر یو قطار چې د قونیې په لوري د حرکت په حال کې وو ددغه هېواد په پایتخت کې یې د یوه سیمه ایز قطار سره ټکر کړی دی.

د انقرې ښاروالۍ د چارواکو پر وینا ،ددې پیښې په پایله کې ۴ تنه وژل شوي او ۴۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

ویل کیږي چې ددې پیښې د یو شمېر ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک دی او د تلفاتو د زیاتیدو احتمال موجود دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *