دلغمان عمومي محبس څخه ۱۲ تنه بندیان ازاد شول
د لغمان ولایت د مرکزي محبس د مدیر پروینا د میلادنبي ص په مناسبت د ولسمشر د ۳۳۷ ګڼه د ۲۱ / ۸ / ۱۳۹۷ نیټې فرمان له مخې نن د یکشنبې په ورځ د قوس ( ۱۱) د لغمان له عمومي محبس څخه ۱۲ تنه بندیان ازاد شول.
د ولسمشر ۳۳۷ ګڼه فرمان د طبیق په موخه په جوړو شو مراسمو کې د لغمان داستناف څارنوالۍ ریس، د ولایت مقام استازي او د فرمان د طبیق کمیسیون غړو ګډون درلود.
دلغمان د استناف څارنوالۍ رییس وویل دوې د بندیانو دوسې په خپل وخت څیړي نو همدا لامل دی چې د لغمان په محبس کې بې برخلیکه بندي نشته.
د یادونې وړ ده، چې د لغمان په مرکزي محبس کې ټولټال ۳۴۶ بندیان چې له جملې یې ۱۰ تنه ښځینه بندیانۍ دي چې د بیلابیلو جرمونو له امله په محبس کې د بند شپې او ورځې تیروي.