د کونړ ولسونه د خپل سرو عملیاتو او د پاکستان د راکټي بریدنو مخنیوی غواړي

د کونړ ولایت اوسیدونکي وایې چې په دې ولایت کې په دې ورستیو کې د بهرنیو ،  افغان ځانګړو  ځواکونو عملیاتو او هوایې بریدو  او  همدارنګه د پاکستان له لورې په یوشمیر سرحدي ولسوالیو راکټي بریدونو  چې ملکي وګړي په کې وژل شوي خلک په تنګ کړي دي.

دغه اوسیدونکي وایې، چې امنیتي چارواکي دې د عملیاتو پرمهال د ولسي خلکو ژوند ته پام وکړي.

د کونړ ولایت اوسیدونکي خالد خادم  خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: په دې ورستیو کې د بهرنیو او افغان ګډو ځواکونو له لورې خپل سري عملیات ترسره شوي چې ملکي وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې.  ( د کونړ په مختلفو سیمو کې خپل سري  عملیات ترسره شوي، چې یو شمیر ملکي وکړو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې)

نوموړی  له مسولینو  غواړي څو دې برخو ته پام وکړي.

په همدې حال کې د کونړ د ولایتي شورا غړی محمد صافی هم د کونړ د اوسیدونکو  دغه ستونزې جدي ګڼي او په حل کې یې مرکزي او محلي چارواکي پاتې ګڼي.

ښاغلي صافي خاورمیانه خبري اژانس سره په خبرو کې وویل: د بهرنیو او افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله په زیاتو ولایتونو کې اړول شوې، چې کونړ کې هم د بهرنیو ځواکونو او افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو او هوایې بریدونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ( تیره ورځ هم د وکونړ ولایت څوکۍ ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو او افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ۶ ملکي وګړي وژل شوي دي)

نوموړی زیاتوي د یادې ستونزې د حل له پاره مو له مسولینو سره خبري کړي څو دغه موضوع له بهرنیانو سره شریکه او مخنیوی یې وکړئ.

د کونړ د ولایتي شورا دغه استازی د پاکستان له لورې د کونړ په ۶ سرحدي ولسوالیو د راکټي بریدونو یادونه هم کوي، چې د ۸ کلونو راهیسې په وقفه یې ډول توغل کیږي چې ګڼ ملکي وکړي یې په کې وژل شوي او ګڼ خپلو سیمو پریښودو ته اړ شوي دي.

د ولایتي شورا دغه غړی د دغو ستونزو په مخنیوي کې د مرکزي او محلي مسولینو خبري او عمل صرف یو شعار ګڼي.

د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د کونړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې  دعملیاتو په پایله کیږي ۶ ملکي وګړي وژل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *