۱۰۵ داخلي بې ځایه شو کورنیو سره د غیرې خوراکي توکو مرسته ترسره شوه
د لغمان د کډوالو چارو ریاست په هلو ځلو د IMC نړیوالۍ موسسې له لورې نن له هغو ۱۰۵ داخلي بې ځایه شو کورنیو سره چې د لغمان له مختلفو سیمو څخه را بې ځایه شوی دي نن ورسره د غیرې خوراکي توکو مرسته ترسره شوه تر څو د ژمي موسم په اسانۍ سره تیر کړي.
د مرستو د ویش پرمهال د لغمان د کډوالو چارو ریس انجینر شاکرالله شاکر، د یادې موسسې استازو او د کډوالو چارو ریاست کارکونکو ګډون درلود.
د کډوالو چارو ریس انجینر شاکر وویل په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۶۶۰ کیلو ګرامه د سون لرګي، ۶ بوتله د سون مایع او یوه یوه مجهزه بخارۍ شامله ده.
د ښاغلي شاکر پر وینا زمونږ هڅې دوام لري ترڅو داخلي بې ځایه شو او نور راستنو شو کورنیو ته د زیاتو مرستو زمینه برابره کړو.
د یادونې وړ ده، چې اوس مهال ۸۸۰ کورنۍ د لغمان د مختلفو ولسوالیو څخه مرکز مهترلام ته را کډه شوي دي.