د پاکستان په یوه مسجد کې چاودنې لس تنه ټپیان کړل
د پاکستان د بلوچستان ایالت په یوه مسجد کې د ماین په چاودنه کې ۱۰ کسان ټپیان شوي دي.
د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،دغه پیښه تیره شپه د «چمن» د سیمې د یوه مسجد په داخل کې رامنځته شوي ده.
د پاکستان امنیتي چارواکو ویلي دي چې په دې چاوودنه کې د ملا امام په ګډون لس تنه ټپیان شوي دي.
د بلوچستان ایالت د پولیسو پر وینا،دغه ماین د لرې لارې څخه کنټرول شوی دی.
د یادونې وړ ده چې د پاکستان د چمن سیمه د افغانستان د کندهار سره د حساسې سرحدي سیمې څخه ده.