د پاکستان له لوري د ایران د ۵ سرحدي پولیسو ازادول

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ددې هېواد په پولو کې د ایران د ۵ تنو ورک شویو سرحدي پولیسو د ازادیدو خبر ورکړی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاندوې مرستیال، ویلي دي چې ۵ تنه ایراني سرحدي پولیس د دویم ځل لپاره خپل هېواد ته ورتسلیم کړای شوي دي او د پاتي سرحدي پولیسو د خوشې کېدو هڅې روانې دي.

نوموړې ویلي دي چې د ایران د سرحدي پولیسو خوشې کېدل زیات وخت ته اړتیا لري ؛ مګر د پاکستان فوځ د هغوې د ازادیدو لپاره هڅې کوي.

دغه پوله ساتي په داسې حال کې ازاد شوي دي چې تیره میاشت د ( جیش العدل) په نوم یوې ترهګرې ډلې د پاکستان د سیستان پولې ته نږدې  د «لولکدان »په سیمه کې ۱۴ تنه ایراني سرحدي پولیس تښتولي وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *