په هسکه مېنه کې د وسله والو مخالفينو لمنځه وړلو په موخه عمليات پيل شول
ننګرهار ولايت په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د وسله مخالفينو د لمنځه وړلو په موخه دسيلاب ۴ نمبر ۱۸ ترنامه لاندې جګړييز اوچاڼيز عمليات پيل شول .
د معلوماتو له مخې په يادوعملياتو کې دڅلورمې پلې لوا منسوبينو سربيره سرحدي ځواکونو، عامه نظم ، ملي پوليسو، دملي اردوځانګړو ځواکونو او بهرني ځواکونوګډون کړي، چې تر دې مهاله تړلی کنډو، تريلي بند او يو شمېر نور کلي په بشپړ ډول د دښمن له شتون څخه پاک شي دي.
څلورمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال محمد کريم نيازي د هسکې مېنې ولسوالۍ ولسونوته ډاډ ورکړچې امنيتي ځواکونه دجګړه ييزو احضاراتو ، ملي احساس ، او لوړ مورال په لرلو سره هيڅکله به د هېواد دښمنانو ته اجازه ورنکړي چې د مسئوليت په ساحه کې کومه ناامني رامنځته کړي.
دعمليات پرمهال امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته هيڅ ډول مالي اوځاني زيان ندی اوښتی .
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د ننګرهار په نازیانو ولسوالۍ کې د سیمې اوسیدونکو او امنیتي ځواکونو له لورې د وسله والو د ځپلو په موخه عملیات پیل شوي چې لا هم دوام لري.