ننګرهار کې ګڼ شمیر وسلې او نور مهمات نیول شوي

د ننګرهار ولایت مسولین وایې دننګرهار ولايت بهسودو ولسوالۍ مربوطاتو کې د دې ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې مدیريت پولیسو  تیره ورځ دوو تنو سره یو مازدا ډوله موټر، چې په کې څلور سره غواګانې بار وې او په ډېر مهارت سره يې په کې ۵۱ ميله بېلابېل ډوله وسلې او د بېلابېلو وسلو لس زره فيره مرمۍ ځای پر ځای کړې وې نیول دي.

د معلوماتو له مخې دغه نيول شوي کسان د کاپیسا ولايت دي، چې دغه وسلې او مرمۍ يې څه موده وړاندې له پاکستان هېواد څخه لومړی بټي کوټ ولسوالۍ ته او له يادې ولسوالۍ څخه يې اوس کاپیسا ولايت ته لېږدولې.

نيول شويو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او  اوس مهال په امنیه قومندانۍ کې د نورو څېړنو او پوښتنو لاندې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *