خاشقچي په استانبول کې د عربستان په کنسولګرۍ کې خاورو ته سپارل کیږي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلې دي چې سعودیان نیت لري په استانبول کې ددغه هېواد د کونسلګرۍ ځای ته تغییر ورکړي.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې، د سعودیانو له لوري د ترکیې په استانبول کې د کونسلګرۍ د ځای د تغیرولو د غوښتنې د راپورونو په اړه د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزارت د غبرګون وروسته،مصري معارض او سیاسي فعال «ایمن نور» د ترک او عرب خبریالانو ترمینځ د یوه ګډ کنفرانس په لړ کې وړاندیز وکړ چې «یاد شوی ځای باید د جمال خاشقچي په قبر بدل شي».

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د یوې بیانیې له مخې اعلان وکړ چې د عربستان چارواکو لا تر اوسه په دغه هېواد کې د کنسولګرۍ د محل د تغیر رسمي غوښتنه کړې نه ده؛  مګر همداسي قصد لري.

د کارپوهانو په وینا،د عربستان لوړپوړي چارواکي د خاشقچي د وژنې په دوسیه کې د تورنیدو سره سره په «بې شرمۍ سره» د ترکیې په هېواد کې د کنسولګرۍ د ځای د تغییر نیت لري او پوهیږي چې امریکا د دوې دفاع کوي.

دا په داسې حال کې ده چې،د امریکا د جمهور رئیس د ملې امنیت مشاور وایي  چې واشنګټن هم د پاریس په څیر د خاشقچې د وژل کېدو د شیبې غږیز فایل لاسته راوړی نه دی؛ مګر هغه مامورینو چې دغه غږیز فایل یې) اوریدلی دی ،د بن سلمان او ددغه غږونو ترمینځ اړیکه پیدا کړي نه ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *