په ننګرهار کې کرنیز حاصلات نندارې ته وړاندې شول
د ننګرهار ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست له لورې په دې ولایت کې ۲۱ ډوله د ستروسو او املوکو حاصلات نندارې ته وړاندې شول،چې په کې شپږ یې داخلي او ۱۵ نور یې بهرني ستروس هم په کې شامل دي .
د ننګرهار کرنې ریاست کې جوړ شوي نندارتون کې د یادې ادارې د مسؤلینو سربېره، د اړونده وزارت،باغدارانو،همکارو مؤسسو استازو،قوریه دارانو،سوداګرو او ګڼ شمیر نورو ګډون وکړی وو.
د دې ولایت د کرنې او مالدارۍ رئيس نورالله سباوون وایي،د افغانستان په کچه د یو کال په موده کې دوه سوه زره میټریک ټنه ستروسو ته اړتیا ده،چې څلور زره میټریک ټنه د ختیخ په کچه تولیدات شتون لري،خو پاتې نور د ګاونډیو هېوادونو څخه را واریدیږي .
نوموړی زیاتوي، د دې نندارتون څخه یې موخه باغدارانو ، قوریه دارانو او سوداگرو ته د ستروسو او املوکو ښه ډولونه ور پېژندل دي،ترڅو یادو حاصلاتو ته په ښه توګه بازار موندنه وشي .
په همدې حال کې د ستروسو یو شمیر پالوونکي وایي،په کمو امکاناتو یې ګڼ شمیر سترویس تر مېوې رسولي دي او د ښه حاصلاتو په موخه به بزګرانو ته ځآنګړې روزنه ورکړي .