خاشقچي په استانبول کې د عربستان په کنسولګرۍ کې خاورو ته سپارل کیږي
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلې دي چې سعودیان نیت لري په استانبول کې ددغه هېواد د کونسلګرۍ ځای ته تغییر ورکړي.
د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې، د سعودیانو له لوري د ترکیې په استانبول کې د کونسلګرۍ د ځای د تغیرولو د غوښتنې د راپورونو په اړه د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزارت د غبرګون وروسته،مصري معارض او سیاسي فعال «ایمن نور» د ترک او عرب خبریالانو ترمینځ د یوه ګډ کنفرانس په لړ کې وړاندیز وکړ چې «یاد شوی ځای باید د جمال خاشقچي په قبر بدل شي».
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د یوې بیانیې له مخې اعلان وکړ چې د عربستان چارواکو لا تر اوسه په دغه هېواد کې د کنسولګرۍ د محل د تغیر رسمي غوښتنه کړې نه ده؛ مګر همداسي قصد لري.
د کارپوهانو په وینا،د عربستان لوړپوړي چارواکي د خاشقچي د وژنې په دوسیه کې د تورنیدو سره سره په «بې شرمۍ سره» د ترکیې په هېواد کې د کنسولګرۍ د ځای د تغییر نیت لري او پوهیږي چې امریکا د دوې دفاع کوي.
دا په داسې حال کې ده چې،د امریکا د جمهور رئیس د ملې امنیت مشاور وایي چې واشنګټن هم د پاریس په څیر د خاشقچې د وژل کېدو د شیبې غږیز فایل لاسته راوړی نه دی؛ مګر هغه مامورینو چې دغه غږیز فایل یې) اوریدلی دی ،د بن سلمان او ددغه غږونو ترمینځ اړیکه پیدا کړي نه ده.