په شینډنډ کې دوه پولیس ووژل شول

د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو سره د طالبانو په نښته کې د ملې پولیسو یو سرتیري او د عامه نظم یو سرتیری وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان شوي دي.

امنیتي سرچینو خاور میانه خبرې اژانس ته ویلي دي چې وسله والو طالبانو د تیرې شپې په نیمایي برخه کې د شینډنډ ولسوالۍ د «زیارت »سیمې پر امنیتې پوسته برید ترسره کړی دی.

د سرچینو پر وینا،جګړه نن سهار( لړم ۲۳) پای ته ورسیده او په پایله کې یې د ملې پولیسو یو سرتیری او د عامه نظم یو پولیس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او د عامه نظم د دوه پولیسو په ګډون د «ملا ننګیالي» ۷ کسان ټپیان شوي دي.

سرچینو دې ته اشاره نه ده کړي چې ملا ننګیالی د ولسي پاڅون کوونکو،سیمه ایزو پولیسو یا د دولت پر مخالفینو پورې اړه لري.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه ویلي نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ژمې د موسم په رارسیدو سره ،د هېواد په ډېرو برخو کې  بې امنیتو د خلکو اندیښنې راولاړې کړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *