افغان سیدجماالدین پوهنتون محصلینو د دریو میاشتو بدل اعاشه نه ده ترلاسه کړې!
په کونړ کې د افغان سیدجماالدین پوهنتون یو شمیر محصلین شکایت کوي چې د څلورو میاشتو راهیسې د دوې بدل اعاشه نه ده ورکړ شوې، د غه محصلین وایې بدل اعاشه د یوه محصل قانوني حق دی باید په خپل وخت ورته ورکړل شي تر څو پرې خپلې اقتصادي ستونزې هواري کړي .
امان االله د کونړ پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د درییم ټولګي محصل خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: مونږ د بدل اعاشې په برخه کې له ستونزې سره مخ یو د روان سمستر ازموینې راوسیدې خو مونږ تراوسه د یوې میاشتې بدل اعاشه هم نه ده ترلاسه کړې .
نوموړی وایې یوازې زه نه یم بلکې د افغان سیدجماالدین پوهنتون ټول محصلین د بدل اعاشې په برخه کې له ستونزو سره مخ دي «داسې محصلین هم شته چې د اقتصادي ستونزو له امله د پوهنتون پریښودلو ته اړ دي».
روحاني هم د کونړ پوهنتون د شریعاتو پوهنځي د اسلامي تعلیماتو د څلورم ټولګي محصل دی او یادې ستونزې ته اشاره کوي: «زیات وخت شوی چې بدل اعاشه مو نه ده ترلاسه کړې.»
نوموړی زیاتوي د محصلینو د بدل اعاشې پیسې حواله شوي دي خو تر اوسه مونږ ته نه دي رسیدلي . «په دغو پیسو اړونده مسولین خپل شخصي تجارت او کار وبار کوي.»
د کونړ په پوهنتون کې د دغو او نورو محصلینو غوښتنې دادي ترڅو د پوهنتون مسولین د دوې ستونزې ته رسیده ګي وکړي .
په ورته وخت کې په کونړ کې د افغان سیدجماالدین پوهنتون مسولین هم د محصلینو دغه ستونزه مني خو وایې چې اصلي لامل یې د تخصیص نه موجودیت دی .
په کونړ کې د افغان سیدجماالدین پوهنتون رییس میراحمد حامد خاورمیانه خبري اژانس سره په خبرو کې وویل : زمونږ په پوهنتون کې هغه محصلین چې د بدل اعاشې مستحق دي د دریو میاشتو پیسې یې پاتې دي ، نوموړی زیاتوي چې تخصیص یې د لوړو زده کړو وزارت څخه رارسیدلی او په نږدې ورځو کې به د محصلینو دغه ستونزه هواره شي .
د حامد په خبره هغه محصل چې د بدیل اعاشې مستحق وي هره میاشت کې ورته ۱۸۳۲ افغانۍ ورکول کیږي .
د یادونې وړ ده چې د کونړ افغان سیدجماالدین پوهنتون د هیواد له مختلفو ولایتونو څخه له ۳۵۰۰ څخه زیات محصلین لري ، چې پنځو پوهنځیو کې په لوړو زده کړو بوخت دي .